20 په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربانګاه په وړاندې دى.
پيالۍ، د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو د وړلو دپاره لوښى، او د زيات مقدس ځائ د دروازو دپاره قبضې او د مالِک خُدائ د کور بهرنۍ دروازې. دا ټول سامان د سوچه سرو زرو نه جوړ وو.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
د سوچه سرو زرو نه رکېبۍ او لوښى جوړ کړه او دغه شان د نذرانو تويَولو دپاره منګى او جامونه هم جوړ کړه.
هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى.
هغوئ د سوچه سرو زرو نه نښه جوړه کړه او په دې باندې يې وليکل ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“
خو دا ښار چې په تجارت کښې کومه ګټه کوى نو هغه به مالِک خُدائ ته وقف کيږى. دا پېسه به نۀ شى جمع کولے، خو چې څوک د مالِک خُدائ په حضور کښې پاتې کيږى نو هغوئ به په دې پېسو باندې ښۀ کافى خوراک او ښائسته لباس اخلى.
اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.
نو بيا به ټوله دره چرته چې د مړو لاشونه او ايرې غورزولے شى او هغه ټوله زمکه د کومې مېدانونه چې د قِدرون د درې د نمرخاتۀ پورې پراتۀ دى، او د آسونو د دروازې پورې، ټوله به مالِک خُدائ ته مقدسه وى. دا ښار به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى او نۀ به تباه شى.“
”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى.
د خاورې په کوم لوښى کښې چې غوښه يشولے شوې وى هغه دې مات کړے شى او کۀ د زېړو لوښے استعمال شوے وى، نو هغه دې ومږلے شى او په اوبو کښې دې کنګال کړے شى.
هارون ته يې پټکے ورپه سر کړو او د دې مخې ته يې د سرو زرو ګل ولګولو چې دا د وقف کولو مقدسه نښه وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ هغۀ ته حُکم ورکړے وو.
خو د صيون غر به د هغوئ دپاره د پناه ځائ شى څوک چې تښتى، دا به مقدس وى. او د يعقوب اولاد به دا ځائ د خپل ميراث په توګه قبضه کړى.
مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.
دا به د مِصر او د هغه ټولو قومونو سزا وى چې څوک د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.
مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“
او مالِک خُدائ ربُ الافواج به د هغوئ حِفاظت کوى، هغوئ به دشمنان تباه کړى او په هغوئ به د ليندو کاڼو سره غالب شى. هغوئ به د شرابيانو په شان شور کوى، هغوئ به لکه د هغه جام په شان ډک وى چې د قربانګاه په ګوټونو د وينې شيندلو دپاره استعماليږى.
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربانګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.
هغوئ به په مېز باندې د آسمانى رنګ کپړه خوره کړى چې په کوم مېز باندې د مالِک خُدائ روټۍ وى او په دې به لوښى، د خوشبويۍ جامونه، د نذرانو جامونه او د څښلو نذرانو دپاره منګى کېږدى. په مېز به همېشه روټۍ پرته وى.
خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.
او په دوېم ځل بيا د هغۀ هم دا آواز تر غوږه شو او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څۀ چې خُدائ پاک، پاک کړى دى، تۀ هغې ته ناپاکه مۀ وايه.“
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېريهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.
خو د آسمان نه په دوېم ځل آواز راغلو، کوم څيزونه چې خُدائ پاک، پاک کړى دى هغې ته حرام مۀ وايه.
هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.
او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.
هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.
بختور او قُدوس هغه دے چې په دې اولنى قيامت کښې شريک دے. ځکه چې په داسې خلقو د دوېم مرګ اختيار نۀ وى بلکې هغوئ به د خُدائ پاک او د مسيح اِمامان وى او د هغۀ سره به تر زرو کالو پورې بادشاهى کوى.
او د هغوئ نه تا د اِمامانو بادشاهى جوړه کړه چې زمونږ د خُدائ پاک خِدمت وکړى او هغوئ به په زمکه بادشاهى کوى.“
هغۀ به درې غاښے د پخلى لوښى ته ورننويستلو او چې درې غاښى به څۀ هم راوويستل نو هغه به د اِمام وُو. د هغه ټولو بنى اِسرائيلو سره هم داسې سلوک وشو چې د قربانۍ پېش کولو دپاره سيلا ښار ته راغلى وُو.