Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 14:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 خو کۀ هر قوم يروشلم ته د تلو او د بادشاه مالِک خُدائ ربُ الافواج د عبادت نه اِنکار وکړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 14:17
27 Iomraidhean Croise  

دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسب‌نامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے.


زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“


هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.


په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“


کله چې تۀ باران ايسار کړې ځکه چې ستا خلقو به ستا خِلاف ګناه کړې وى او بيا چې کله هغوئ توبه وباسى او مخ دې کور ته کړى، ځکه چې تا سزا ورکړې وه،


کله چې په دې وجه د آسمان نه باران ايسار شى چې ستا خلقو ګناه کړې وى او کله چې هغوئ په عاجزۍ سره دې کور ته مخ کړى او توبه وباسى


کله هم چې زۀ باران نۀ وروم يا د قحطۍ مُلخان راولېږم چې فصلونه وخورى او يا په خپلو خلقو باندې يوه وبا راولېږم،


يو وخت به هغه مضبوط او جنګيالى قومونه چې اوچت او هوارې څرمنې دى، د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى مالِک خُدائ ربُ الافواج ته به د هغه مُلک نه نذرانې راوړى، کوم مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم شوے دے. هغوئ به د صيون ښار ته راشى، چرته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج استوګنه کوى.


زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.


زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.


خو چې کوم قوم او بادشاهى ستا خِدمت نۀ کوى نو هغوئ به برباد شى، هغوئ به په مکمل طور تباه شى.


څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.


آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.


مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.


زمکه د خوشکۍ او د باران نۀ ورېدلو په وجه چاؤدلې ده، زميداران پرېشانه دى، او هغوئ هم خپل مخونه پټ کړى دى.


”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.


بيا به د ټولو قومونو پاتې ژوندى کسان چا چې په يروشلم حمله کړې وه کال په کال د بادشاه، مالِک خُدائ ربُ الافواج عبادت ته هلته ځى، او د جونګړو اختر به کوى.


مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.


کۀ تاسو داسې وکړل نو مالِک خُدائ به تاسو ته په قهر شى. هغه به د آسمان نه په تاسو باران بند کړى او ستاسو زمکه به اوچه شى او فصلونه به نۀ راشنۀ کوى. بيا به تاسو زر هلته مړۀ شئ، اګر چې هغه زمکه ښۀ ده کومه چې تاسو له درکوى.


الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو.


هغوئ سره به دا اختيار وى چې آسمان بند کړى چې د دوئ د پېشګويۍ په دور کښې به بيا باران ونۀ شى، او په اوبو د دوئ دا اختيار هم شته چې وينې ترې جوړې کړى او چې څومره غواړى دومره افتونه په زمکه راولى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan