15 هم دغه شان به په آسونو او قچرو، اوښانو، خرونو او چې څومره ځناور په هغه ځائ کښې دى افت نازل شى.
دا هغه وبا ده چې مالِک خُدائ به په دې هغه خلق مړۀ کړى چا چې د يروشلم خلاف جنګ کړے وو. د هغوئ غوښې به سخا شى چې لا دوئ په خپلو پښو ولاړ وى، د دوئ سترګې به په خپل ځائ سخا شى، او د دوئ ژبې به د دوئ په خُلو کښې سخا شى.
کۀ مِصريان هلته لاړ نۀ شى او خپل ځانونه هلته حاضر نۀ کړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. مالِک خُدائ به په هغوئ هغه وبا نازله کړى چې مالِک خُدائ يې په هغه قومونو رالېږى څوک چې د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.