Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 14:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حنن‌ايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 14:10
28 Iomraidhean Croise  

بيا آسا بادشاه په ټوله يهوداه کښې هر چا ته دا حُکم وکړو چې د راما نه هغه کاڼى او لرګى يوسى چې بعشا د دې پَخو دېوالونو جوړولو دپاره استعمالول. د دې سامان سره آسا د مصفاه او جبعه ښار مضبوط کړو چې د بنيامين په علاقه کښې وو.


يهوآس امصياه ونيولو، يروشلم ته وړاندې لاړو او د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ دروازې پورې دېوال يې راغورزولو چې تقريباً دوه سوه ګزه فاصله وه.


هغوئ په پينځو نورو ځايونو کښې هم اوسېدل: ايتام، عين، رِمون، توکن، عسن،


د مرارى قبيلې باقى پاتې کورَنو ته دا ښارونه سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د زبولون په علاقه کښې: رِمون او تبور.


يهوآس امصياه ونيولو او يروشلم ته يې بوتلو. هلته هغۀ د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ د دروازې پورې دېوال راوغورزولو، چې تقريباً دوه سوه او شل ګزه فاصله وه.


عُزياه د يروشلم د پَخو دېوالونو مضبوطولو دپاره داسې وکړل چې د ګوټ د دروازې سره او د وادۍ د دروازې سره او هلته يې برجونه جوړ کړل چرته چې دېوال تاويږى.


او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حنن‌ايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو.


بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حنن‌ايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.


هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.


په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،


نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.


خو کله چې هغه د بنيامين دروازې ته ورسېدو، نو هلته د چوکيدارانو آفسر د اِرياه په نوم چې د شلمياه زوئ او د حننياه نمسے وو هغه ونيولو. او ورته يې ووئيل، ”تۀ بګوړه شوے يې او د بابليانو سره ملګرے کېږې.“


خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.


په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،


په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.


په هغه ورځ به زۀ د يهوداه حکمرانان لکه د لرګو اور، لکه لمبه وهونکى مشعل چې د غنمو د ګېډۍ په مينځ کښې وى جوړ کړم. دا به ښى او ګس طرف ته ګېرچاپېره ټول خلق وسوزوى، خو يروشلم به په خپل ځائ روغ رمټ پاتې شى.


او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“


لباوت، سِلحيم، عين او رِمون، دا ټول نهۀ‌ويشت ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى هم وُو.


د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه،


هغه نور راوګرځېدل او د کولاو مېدان په طرف د رِمون ګټ ته وتښتېدل. د هغوئ نه پينځۀ زره سړى په لاره کښې ووژلے شول. بنى اِسرائيل په هغه نورو پسې جِدوم ته روان وُو او دوه زره يې ووژل.


خو شپږ سوه سړى صحرا ته وتښتېدل او چې د رِمون ګټ ته ورسېدل نو هلته څلور مياشتې پاتې شول.


بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan