Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 14:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 14:1
12 Iomraidhean Croise  

ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى.


ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده، د هغۀ د سخت قهر او غصې يوه سخته ورځ راروانه ده. د زمکې نه به بيابان جوړ شى او هر يو ګناهګار به تباه شى.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.


په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.


نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.


په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده.


د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى.


تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.


ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.


نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.


دا هغه پيريان دى چې معجزې ښائى، هغوئ د دې دپاره ځى چې د دُنيا ټول بادشاهان د قادر خُدائ پاک د لوئ ورځې د جنګ دپاره راجمع کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan