Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 13:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 کۀ څوک ترې نه تپوس وکړى، دا زخمونه ستا په بدن باندې د څۀ دى؟ هغه به جواب ورکړى، دا زخمونه په ما باندې زما د ملګرى کور کښې لګېدلى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 13:6
9 Iomraidhean Croise  

نو پېغمبرانو چغې نورې هم تېزې کړې او د خپل رسم په مطابق يې په چاکوانو او په نېزو خپل ځانونه دومره غوڅ کړل، چې په وينه لت پت شول.


ياهُو خپله لينده راوويسته او پوره يې راښکله او د يورام د ولو مينځ يې په غشى وويشتو او د هغۀ زړۀ يې سورے کړو. يورام په خپله جنګى ګاډۍ کښې مړ پرېوتو،


د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم، دوئ ‎په پښو لاسو زخمى کړے يم.


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“


او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan