او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به بُتان تباه کړم او په ميمفِس کښې مجسمې به ختمې کړم. نور به په مِصر کښې شهزاده نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک دهشت خور کړم.
هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُتخانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى.
نو چرته چې تاسو اوسېږئ نو هغه ځائ او ښارونه به کنډر شى او هغه علاقائى عبادتخانې به تباه شى، ستاسو قربانګاه به خرابې او تباه شى، ستاسو معبودان به ټوټه ټوټه او تباه کړے شى، او ستاسو د خوشبويۍ قربانګاه به راوغورزولے شى، او څۀ چې تاسو جوړ کړى دى هغه به جارُو کړے شى.
نو بيا به تاسو د هغه خلقو سره کار نۀ لرئ کوم چې ستاسو سره پاتې وى، نۀ به د هغوئ د معبودانو نومونه په ژبه راولئ، او نۀ به دا نومونه د قسم دپاره استعمالوئ، نۀ به د هغه معبودانو عبادت کوئ او نۀ به ورته سجده لګوئ.