ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.
مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے ما ته يې وفرمائيل، ”زما د لاس نه دا پيالۍ واخله چې زما د غضب د شرابو نه ډکه ده او ټولو قومونو ته چې زۀ تا استوم په هغوئ يې وڅښوه.
زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى.
زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بېعزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.