11 په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو.
چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.
خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو.
هغوئ هغه د خپل جنګى ګاډۍ نه اوچت کړو او چې هلته د هغۀ کومه دوېمه جنګى ګاډۍ وه په هغې کښې يې واچولو او يروشلم ته يې يوړو. هلته هغه مړ شو او په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو د هغۀ په مرګ باندې د غم ژړا وکړه.
ټول مُلک به ماتم کوى، هره يوه قبيله به په خپله د خپلو ښځو نه جُدا يعنې، د داؤد د خاندان قبيله به خپلو ښځو نه جُدا، د ناتن قبيله به خپلو ښځو نه جُدا،
بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.
نو هغوئ بادشاهان هغه ځائ ته راجمع کړل چې په عبرانۍ کښې ورته ارمِګدون وائى.