”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم.
زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.