2 فرياد وکړه، اے د نختر ونې، ځکه چې د دِيار ونې راغورزېدلې دى، هغه د شان او شوکت والا ونې تباه شوې دى. فرياد وکړئ، اے د بسن د څېړو ونو، ګڼ ځنګلونه هم ختم شول.
”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه.
هغوئ د څېړۍ لرګى د بسن نه راوړل او ستا د چلولو چپو يې ترې جوړ کړل، هغوئ ستا فرش د قبرص د نخترو نه جوړ کړو په دې باندې يې د هاتى د غاښونو کار وکړو.
د هغوئ د نورو مُلکونو اِتحاديان هغه څوک چې د دې په سورى کښې اوسېدل هم د هغوئ سره قبر ته لاړل څوک چې په تُوره قتل شوى وُو.
”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى.
خپلې دروازې کولاو کړه، اے لبنانه، چې اور ستا د دِيار ونې وسوزوى.
د قوم شپونکو فرياد ته غوږ ونيسئ، د هغوئ د څرن شنۀ ځايونه تباه شول. د زمرو غړمبار ته غوږ ونيسئ، د اُردن ګڼ ځنګلونه تباه شول.
ځکه چې د شنې ونې دا حال وى نو د وچې به څۀ حال وى؟“