17 افسوس دې په بېکاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“
کله چې يربعام بادشاه دا واورېدل نو هغۀ ورته اِشاره وکړه او حُکم يې ورکړو، ”دا سړے ونيسئ.“ نو د بادشاه لاس سمدستى شل شو او واپس يې راغونډ نۀ کړے شو.
نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.
هغه څوک دے چې ځان له يوه مجسمه يا بُت جوړوى او د هغې به ورته هيڅ فائده نۀ وى؟
مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ د يهوداه د بادشاه محل ته ښکته لاړ شه او هلته دا پېغام بيان کړه،
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“
په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بېحسابه دروغو سره زما خلق بېلارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه کم عقلو نبيانو باندې چا چې څۀ کتلى نۀ وى او د خپل تصور په ټال کښې ځانګى.
”اے بنى آدمه، د شپونکو يعنې د بنى اِسرائيلو د مشرانو خلاف پېشګوئې وکړه، او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بنى اِسرائيلو په شپونکو دې افسوس وى څوک چې صرف خپله ګېډه څروى. ولې يو شپون ته پکار نۀ دى چې خپله رمه وڅروى؟
بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بېفائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د کم عقل شپون سامان يو ځل بيا راواخله.
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
اے ړندو لارښودونکو، په تاسو دې افسوس وى، ځکه چې تاسو وايئ چې کۀ څوک د خُدائ په کور قسم وخورى نو دا څۀ خبره نۀ ده، خو کۀ چرته يو کس د هغۀ په سرو زرو قسم وخورى، نو هغه د خپل قسم پابند دے.
”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“
عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“
نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،
نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.
واوره، هغه وخت راروان دے چې زۀ به ستا د خاندان او قبيلې ټول زلمى ووژنم، نو ستا په خاندان کښې به داسې يو سړے هم نۀ وى چې بوډاتوب ته ورسيږى.