15 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د کم عقل شپون سامان يو ځل بيا راواخله.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“
ستا پېغمبرانو ستا دپاره بېمطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بېلارې کوونکى پېغامونه واورول.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه کم عقلو نبيانو باندې چا چې څۀ کتلى نۀ وى او د خپل تصور په ټال کښې ځانګى.
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
افسوس دې په بېکاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“
د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“
اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟
اے کم عقلو، چا چې بهرنۍ حِصه جوړه کړې ده، ولې هغۀ دننه حِصه نۀ ده جوړه کړې څۀ؟