منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.
زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى.
نو زۀ به هم نور د دې مُلک په خلقو رحم ونۀ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به هر يو خپل ګاونډى ته او خپل بادشاه ته حواله کړم. هغوئ به په مُلک ظلم وکړى، او زۀ به دوئ د هغوئ د لاسونو نه بچ نۀ کړم.“