Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 11:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ما هغوئ ته ووئيل، ”کۀ تاسو سوچ کوئ چې دا ښۀ دى، ما ته خپله مزدورى راکړئ، خو کۀ ښۀ نۀ وى، نو ځان سره يې کړئ.“ نو هغوئ ما له دېرش د سپينو زرو سيکې مزدورى راکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 11:12
16 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې.


او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو.


يوه ورځ اخى‌اب نبوت ته ووئيل، ”د انګورو باغ دې ما له راکړه، دا زما د محل سره نزدې دے او زۀ د دې زمکې نه د سبزۍ باغ جوړول غواړم. زۀ به تا له د دې نه ښۀ د انګورو باغ درکړم، يا کۀ تۀ وائې نو زۀ به د دې قيمت درکړم.“


نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“


نو دا خبره بادشاه او نورو خلقو ته ښۀ ښکاره شوه،


کۀ غوَيے يو غلام يا وينځه ووژنى، نو د غوَيى مالِک به د هغه غلام يا وينځې مالِک له د سپينو زرو دېرش سيکې ورکوى او غوَيے به هم سنګسارولے شى.


نو بيا ما هغه زمکه د ترۀ زوئ حنم‌ايل نه د اوولسو سپينو زرو سيکو په بيعه واخستله.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او ورته يې ووئيل، ”کۀ زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما له څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورله دېرش د سپينو زرو سيکې ورکړې.


او هغه د سپينو زرو سيکې يې د کُلال په زمکه ورکړې، لکه چې مالِک ما ته حُکم راکړے دے.“


دغه شان د يرمياه نبى پېشګوئې تر سره شوه چې، ”هغوئ دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې چې هغه په بنى اِسرائيلو کښې د سر قيمت وو،


د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan