ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“
هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى.
نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، په دې وجه زما زړۀ خوشحاله دے او زما ژبه خوشحالى کوى، بلکې زما بدن به هم په اُميد کښې اوسى،