4 د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.
خو چې هغه لينده راکاږى نو د هغۀ لاسونه نۀ رپيږى، او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره، د هغه شپون په نامه، چې د بنى اِسرائيلو ساتونکے دے.
خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې چې زمونږ څۀ کسان دې ژوندى پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسيږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے.
کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے دے، هم هغه کاڼے د ګوټ سر کاڼے جوړ شوے دے.
د ضُعن مشران کم عقل دى او د ميمفِس مشرانو دوکه خوړلې ده. دغه مشرانو مِصر بېلارې کړے دے.
نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
هغۀ زما خبرې د تُورې په شان تېرې کړې. او د خپل لاس د سورى لاندې يې پټ کړم، هغۀ زۀ د غشى په شان تېرۀ کړم او په خپل د غشو تيلۍ کښې يې پټ وساتلم.
ما لوهار پېدا کړے دے، څوک چې د هوا په ذريعه سکارۀ ګرموى او وسله جوړوى. د تباهۍ دپاره ما تباه کار هم پېدا کړى دى.
ګوره، ما نن تۀ لکه د يو قلعه بند ښار په شان او د اوسپنې ستن، او د پيتلو د دېوال په شان مضبوط جوړ کړې چې تۀ د ټول مُلک سره مقابله وکړې، کۀ هغه د يهوداه بادشاهان، آفسران، اِمامان او يا د هغې ټول عوام وى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اے بابله، تۀ زما د جنګ تبر يې، او زما د جنګ وسله يې. ستا په ذريعه به زۀ قومونه ذره ذره کوم، او زۀ به په تا بادشاهتونه تباه کوم،
زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.
نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.
زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.
د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې هغه د فصل رېبلو دپاره مزدوران راولېږى.“
خو عيسىٰ ورته نېغ نېغ وکتل او وې فرمائيل، ”نو بيا د صحيفو د دې عبارت څۀ مطلب دے، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو“؟
نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.
يو فوجى خپل ځان په روزمره معاملو کښې نۀ راګېروى ځکه چې د هغۀ مقصد د خپل آفسر زړۀ ساتل وى.
ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“
بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده.