Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 10:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بې‌فائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 10:2
44 Iomraidhean Croise  

لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل.


ميکاياه ورته وفرمائيل، ”ما په خوب کښې د اِسرائيل لښکر په غرونو باندې داسې خور وکتلو لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو پرېږده چې هغوئ په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“


د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ.


نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“


ګورئ، دا ټول معبودان بې‌کاره دى، هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے، دا بُتان هسې تش کدوان دى.“


زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.


هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بې‌فائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟


هغوئ ټول کم عقل او بې‌وقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.


نو بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، د هغوئ پېغمبران ورته وائى هر څۀ ټيک دى جنګ او قحط به نۀ راځى. مالِک خُدائ به په حقيقت کښې په تاسو امن راولېږى.“


آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.


هغوئ هغه خلقو ته مسلسل خبرې کوى څوک چې ما سپک ګڼى، چې مالِک خُدائ فرمائى چې تاسو به په خير خيريت يئ. او هغوئ ټولو ته څوک چې د خپل سرکشه زړۀ تابعدارى کوى هغوئ وائى تاسو ته به هيڅ قسمه نقصان ونۀ رسيږى.“


په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بې‌حسابه دروغو سره زما خلق بې‌لارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.


هغوئ تاسو ته د دروغو نبوت کوى او په دې خبرو به تاسو د خپل مُلک نه لرې وشړلے شئ، زۀ به تاسو خوارۀ وارۀ کړم او تاسو به تباه شئ.


د دروغژنو نبيانو خبرو ته غوږ مۀ نيسئ څوک چې تاسو ته وائى چې د بابل د بادشاه خِدمت به نۀ کوئ، ځکه چې هغوئ تاسو ته دروغ وائى.


نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.


بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.


مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.


ستاسو په هغه نبيانو باندې څۀ چل وشو چې تاسو ته به يې وئيل چې، د بابل بادشاه به نۀ په تاسو او نۀ په دې مُلک باندې حمله وکړى؟


”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.


زۀ به په تا شپونکى او رمې تس نس کوم، زۀ به په تا زميندار او د غوَيانو جوړې ذره ذره کوم، زۀ به په تا حکمرانان او مشران وژنم.“


هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.


هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.


ستا پېغمبرانو ستا دپاره بې‌مطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بې‌لارې کوونکى پېغامونه واورول.


ځکه چې د بابل بادشاه به په هغه ځائ کښې چرته چې نښه شوې ده چې لارې جدا کيږى ودريږى چرته چې لارې دوه شوې دى، نو په دې وخت کښې به د خپل قسمت فال وګورى، هغه به په غشو سره ځان دپاره فال معلوم کړى، او د خپلو بُتانو سره به مشوره وکړى، هغه به د څاروو اينه معائنه کړى چې هغه کوم طرف ته لاړ شى.


هغوئ ستاسو په حقله غلطې روياګانې بيانوى او ستاسو په حقله د دروغو پېشګوئې کوى، دا به د بدکارو په غاړو پرته وى څوک چې به قتل کړے شى، د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.


نو هغه ګډې خوَرې شوې ځکه چې د هغوئ شپونکے نۀ وو، او کله چې هغه خورې ورې شوې نو د ځنګلى ځناورو د خوراک شوې.


زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ځکه چې زما د ګډو ښۀ شپونکے نشته نو په دې وجه لوټ شوې او د ټولو ځنګلى ځناورو د خوراک شوې، ځکه چې زما شپونکو زما د رمې لټون ونۀ کړو او زما د رمې په ځائ يې د خپل ځان خيال وساتلو،


او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.


زۀ به يقيناً تاسو ټول راغونډ کړم، اے د يعقوب اولاده، زۀ به يقيناً د بنى اِسرائيل ژوندى پاتې شوى خلق رايوځائ کړم. زۀ به هغوئ داسې رايوځائ کړم لکه ګډې چې شپول ته رايوځائ کيږى، لکه چې رمې د خپل څرن ځائ کښې وى، هغه ځائ به د خلقو نه ډک وى.


د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے.


افسوس دې په بې‌کاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“


او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“


کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بې‌وسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى.


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.


او کۀ هغه پېشګوئې شوې نښې يا معجزې څرګندې شى، او کۀ هغوئ وائى، چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ،


بيا هغه پينځۀ سړى کوم چې د ليس مُلک کتلو له تلى وُو هغوئ خپلو ملګرو ته ووئيل، ”تاسو ته پته وه څۀ چې هلته په يو کور کښې يوه مجسمه او يو په قالب کښې جوړ شوے بُت دے؟ هلته نور بُتان او مقدس پېش بند هم دى. ستاسو څۀ خيال دے چې څۀ وکړُو؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan