Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 10:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 زۀ به هغوئ واپس راولم د مِصر نه او هغوئ به د اسور نه راجمع کړم. زۀ به هغوئ راولم جِلعاد او لبنان ته، او هلته به د هغوئ ټولو دپاره کافى ځايونه نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 10:10
16 Iomraidhean Croise  

ستا ټولو نه وړه او کمزورې خاندان به هم د يو طاقتور قوم په شان لويه شى. په مقرر وخت به زۀ داسې وکړم. زۀ مالِک خُدائ يم.


نو بيا مالِک خُدائ د يهوداه د بادشاه د محل په حقله داسې فرمائى، کۀ څۀ هم چې د يهوداه محل زما دپاره د جِلعاد په شان مېوه لرونکے او د لبنان د غرونو په شان شين او ښکلے دے، خو زۀ به په يقين سره دا په دشته بدل کړم لکه د هغه ښارونو په شان چې څوک په کښې نۀ اوسيږى.


زۀ به بنى اِسرائيل خپل د څرن ځائ ته واپس راولم او هغوئ به د کرمل او بسن په پټو کښې وڅريږى، او د هغوئ لوږه به د اِفرائيم او د جِلعاد په غونډو کښې معموره شى.


کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.


هغوئ به په يرې او ريږدېدو سره د مارغانو په شان د مِصر نه راشى او د اسور نه به د ګوګوشتکو په شان واپس راشى. زۀ به هغوئ خپلو کورونو ته واپس راولم. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.


د بنى اِسرائيلو جلاوطن کړے شوى خلق چې په کنعان کښې دى به د صارفت پورې مُلک قبضه کړى، د يروشلم جلاوطن کړے شوى څوک چې په سفاراد کښې دى هغوئ به د نجب په ښارونو قبضه وکړى.


اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”زۀ به خپل خلق د مشرق او مغرب د مُلکونو نه بچ کړم.


زۀ به هغوئ واپس راولم چې په يروشلم کښې اوسيږى، هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به په ايماندارۍ او صداقت د هغوئ خُدائ پاک يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan