زکرياه 1:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوولسمې مياشتې په څليريشتمه ورځ چې د شيباط مياشت وه، د مالِک خُدائ کلام زکرياه د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو، Faic an caibideil |
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“