زکرياه 1:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. Faic an caibideil |
”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره زما او د هغه خلقو دپاره مشوره وکړئ چې هغوئ بيا هم په اِسرائيل او يهوداه کښې پاتې کيږى. د دې کِتاب تعليمات معلوم کړئ. مالِک خُدائ مونږ ته غصه دے ځکه چې زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ کلام نۀ دے منلے او هغه کار يې نۀ دے کړے چې د کوم په حقله دا کِتاب فرمائى چې خامخا دې وکړے شى.“
زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بېعزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بېعزته يُو.
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.