زکرياه 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.