17 نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“
خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.
زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.
نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.
نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.
زۀ به خپل جلاوطنه خلق بنى اِسرائيل واپس راولم، هغوئ به خپل کنډر شوى ښارونه بيا آباد کړى او په کښې به اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى او د دې مے به څښى، هغوئ به باغونه وکَرى او د دې مېوه به خورى.