نو ځکه د يروشلم نه به زما باقى ژوندى پاتې خلق راوځى، او د صيون په غرۀ باندې ژوندى پاتې خلق به خوارۀ شى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به دا هر څۀ کوى.
د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“