نو بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”تا ته پته ده چې زۀ ولې تا له راغلے يم؟ زۀ به زر د فارس د شهزاده خلاف جنګ له واپس لاړ شم، او څنګه چې زۀ لاړ شم، د يونان شهزاده به راشى،
او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى،