10 بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“
مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“
او هغوئ د مالِک خُدائ فرښتې ته خبر ورکړو، څوک چې د سر درو ونو په مينځ کښې ولاړه وه، ”مونږ په ټوله دُنيا کښې ګشت وکړو او پته راته ولګېده چې ټوله دُنيا په آرام او امن کښې ده.“
په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.
وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“
بيا د سيکې دروند سر د ټوکرۍ نه اوچت کړے شو، او په ټوکرۍ کښې يوه ښځه ناسته وه.
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟