1 د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،
نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.
په هغه وخت کښې دوه پېغمبران حجى او د عدو زوئ زکرياه وُو. هغوئ په يهوداه او يروشلم کښې اوسېدونکو يهوديانو له د بنى اِسرائيلو هغه خُدائ پاک په نوم پېشګوئې ورکوله چې کوم د هغوئ دپاسه وو.
د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.
دا کار د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په څليريشتمه ورځ شروع شو.
بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې،
په څليريشتمه ورځ د نهمې مياشت، د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو،
په هم هغه ورځ د هغې مياشتې په څليريشتمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په دوېم ځل په حجى نازل شو چې،
د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوولسمې مياشتې په څليريشتمه ورځ چې د شيباط مياشت وه، د مالِک خُدائ کلام زکرياه د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،
بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې.
دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بېګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې مړ کړو.
د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى.