15 هغه ټول ملګرى چې ما سره دى تاسو ته سلام وائى. هغوئ ته هم زمونږ سلام وايه چې په ايمان کښې مونږ سره مينه کوى. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.
کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بېدينه هم کوى.
تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى.
د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې په تاسو وى.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.
تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.
ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم.
او په تاسو ټولو دې فضل وى، آمين.
د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم.