12 ما دا اراده وکړه چې تاسو ته ارتِماس يا تخيکوس درولېږم. نو چې په دوئ دواړو کښې هر يو درورسيږى نو چې ما سره مِلاو شئ ځکه چې ما په نيکوپوليس کښې د ژمې تېرولو فېصله کړې ده.
هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو.
او کېدے شى چې زۀ تاسو سره پاتې شم او ژمے تاسو سره تير کړم نو چې بيا زۀ چرته ځم نو تاسو به مې هلته رُخصت کړئ.
نو تاسو ته به د دې هم پته ولګى چې زۀ څنګه يم، او څۀ کوم. تخيکوس چې خوږ ورور دے او د مالِک په کار کښې ايماندار خادِم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى.
تخيکوس به تاسو ته زما په حقله ټولې خبرې وکړى. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خِدمتګار او د مالِک په کار کښې زمونږ ملګرے دے.
ما تخيکوس اِفِسوس ته لېږلے دے.
خپل کوشش پوره وکړه چې د ژمى نه مخکښې راشې. يوبولوس، پودنس، لينوس، کلوديه او نور ټول وروڼه او خوېندې درته سلام وائى.
خو کوشش وکړه چې ما له زر تر زره راشئ.