11 ځکه چې تا ته پته ده چې داسې کس ګمراه شوے دے او ګناه ګار دے او خپل ځان يې مجرم کړے دے.
هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟
خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو.
څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.
بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو.
مونږ اورېدلى دى چې زمونږ ځينى کسان زمونږ د حُکم نه بغېر درغلى دى او په خپلو خبرو يې تاسو پرېشانه کړى يئ او ستاسو ذهنونه يې ګډوډ کړى دى.
هغۀ يو خط هم ورته داسې وليکلو چې،
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
دا خبرې هغوئ ته وريادې کړه او د خُدائ پاک په وړاندې ورته خبردارے ورکړه چې لفظى تکرار دې ونۀ کړى، ځکه چې د دې نه هيڅ نۀ جوړيږى بلکې صرف اورېدونکى بربادوى.
په کار دى چې هغوئ چُپ کړے شى، ځکه چې د ناپاکه ګټې د تعليم ورکولو په وجه هغوئ د خلقو مکمل خاندان بربادوى، کوم تعليم چې ورکول نۀ دے په کار.
او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى.
کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته.