4 نو چې هغوئ ځوانانو ښځو ته دا ورزده کړى چې د خپلو خاوندانو او د خپلو بچو سره مينه کوى،
خو د ځوانو کونډو نومونه په فهرست کښې مۀ ليکئ ځکه کله چې د هغوئ شهوت هغوئ د مسيح نه لرى کړى نو هغوئ بيا د وادۀ خواهش کوى،
نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.
او زړې ښځې د ميندو په شان ګڼه او ځوانې ښځې په پوره پاکۍ سره خوېندې ګڼه.
هم دغه شان زړو ښځو ته ووايئ چې حياداره دروند چال چلن دې کوى، هغوئ دې نۀ غېبت کوى او نۀ دې شرابى وى، هغوئ دې نورو ته د ښو خبرو تعليم ورکوى،
او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى.