Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




تيطوس 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




تيطوس 1:3
39 Iomraidhean Croise  

ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“


بې‌شکه تۀ هغه خُدائ يې څوک چې ځان پټ ساتى، اے د بنى اِسرائيلو خُدائ پاکه، خلاصونکيه.


راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بې‌شکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.


نو دواړه بادشاهان به د شېطانۍ نه ډکو زړونو سره په يو مېز کښېنى او يو بل ته به دروغ ووائى، خو يو به هم کامياب نۀ شى ځکه چې خاتمه به بيا هم په خپل مقرر وخت راشى.


د دوئ د بادشاهۍ په آخرى ورځو کښې کله چې د دې سرکشى او بدکارى آخرى حد ته ورسيږى، نو يو ظالم او ماهر مکار بادشاه به راوچت شى.


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.


”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“


خو د آخر وخت نه اول به زما د زيرى بيان ټولو قومونو ته وکړے شى.


بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.


اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم،


تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.


هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.


د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.


اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو،


خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېر‌يهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.


ځکه کله چې مونږ لا بې‌وسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بې‌دينو دپاره خپل ځان قربان کړو.


ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده.


خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،


هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى.


هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېر‌يهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.


تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم.


کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.


هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.


بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى.


د پولوس د طرف نه خط چې د خلاصوونکى خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حکم څوک چې مونږ له اُميد راکوى، د عيسىٰ مسيح رسول دے،


دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.


داسې کول زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په نزد نېک او راضى کوونکى دى.


مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے.


خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېر‌يهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.


غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى.


نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.


نو هغه څوک چې په وريځې ناست وو هغۀ خپل لور دُنيا ته ورواچولو او د هغې فصل يې ورېبلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan