14 او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
دوئ بېفائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“
خو دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د مذهبى تعليم په ډول ورکوى.“
خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بېفائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟
خو د دغه څيزونو په حقله حُکمونه صرف انسانى تعليمونه دى چې په استعمالولو کښې به ختم شى.
خو هغوئ به حق ته غوږ نۀ کېږدى او فرضى قيصو پسې به ګرځى.
ځکه چې تا ته پته ده چې داسې کس ګمراه شوے دے او ګناه ګار دے او خپل ځان يې مجرم کړے دے.
نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟
او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“