8 زمونږ يوه وړه خور ده نه، او لا تر اوسه د هغې سينې شوې نۀ دينه. کۀ څوک د هغې غوښتلو له را شينه نو مونږ به څۀ کوُو نه؟
زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه، زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.
ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه، چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.
ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،
زۀ د يو دېوال په شان پېغله ومه، او اوس زما سينې لکه د برجونه په شان دينه. کله چې زما جانان ما ته ګورينه، نو هغه زما په کتلو باندې خوشحاليږينه.
کۀ هغه لکه د يو دېوال په شان پېغله وے نه، نو مونږ به د هغې د سپينو زرو د برج سره حفاظت کړے ونه. او کۀ هغه يوه دروازه وے نه، نو مونږ به ورته د دِيار تختې لګولے وے نه.
هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.
نو تۀ به خپل هغه بد عملونه راياد کړې کوم چې تا کړى دى او په هغې به شرمنده شې کله چې تۀ خپلې مشرې او کشرې خوېندې سره مِلاو شې. زۀ به تا ته هغوئ لکه د لوڼو په شان درکړم خو په دې بنياد نۀ چې تا په لوظ عمل کړے دے.
ما تۀ لکه د بوټى په شان لويه کړې. تۀ لويه شوې او لوړه دنګه شوې او يوه پېغله درنه جوړه شوه، ستا سينې راوشوې، او ستا د سر وېښتۀ رالوئ شُو خو تۀ لا تر اوسه بربنډه او لغړه وې.
تۀ به په خفګان او نشه اخته شې، د تباهۍ او د دهشت پيالۍ، يعنې ستا د خور سامريې پيالۍ.
نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“
زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.
په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.
د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“
بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“
موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.
په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.