7 ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه، او نۀ سېلاب دا وړلے شينه. کۀ څوک غواړى چې په خپل ټول مال دولت سره مينه په بيعه واخلينه خو د هغۀ قيمت به د مينې په مقابل کښې حقير وشمېرلے شينه.
چې کله د يوسف نېک دا قيصه واورېده کومه چې خپلې ښځې ورته بيان کړه، نو هغه د غصې نه تک سور شو.
چې منکرانو ته سپک ګورى او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى، کۀ هر څومره ورته سخته وى خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،
خو کۀ هغه ګېر شى، نو هغه به اووۀ چنده ورکوى، کۀ څۀ هم د هغۀ د کور په ټول سامان يې قيمت پوره کيږى.
هغه به د دې په بدل کښې معاوضه نۀ قبلوى او هغه به رشوت هم رد کړى کۀ څومره ډېر هم وى.
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.