3 ستا ګس لاس به زما د سر لاندې وونه، او ستا ښى لاس به ځانته راغاړه ايستمه.
د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه، او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.
ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه، او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه. ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه، د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه.
اے د يروشلم پېغلو، ما سره وعده وکړئينه، مينه مۀ رابېداروئينه، ترڅو چې يې ونۀ غواړينه.
خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.