2 ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه، او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه. ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه، د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه.
اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه، چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه. نو کله چې تۀ ما په لار کښې ليدلے نه نو ما به تۀ ښکلولے نه او چا به هم په ما باندې اِعتراض کولو نه.