13 زما محبوبې، تۀ چې په باغ کښې ژوند کوينه، زما دوستان په دې انتظار کښې دينه چې ستا آواز واورينه. خو پرېږده چې زۀ واورمه
د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله، پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
ما ته ووايه، زما جانانه، تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟ او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې د دمې دپاره چرته راغونډوې؟ نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه
اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه. زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.
زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه، د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه
زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه، خپل د خوشبويانو کټ ته، چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه، او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.
خو زما د انګورو باغ زما دے چې چا له يې ورکومه، سليمانه، ما له د سپينو زرو زر سيکې مۀ راکوه نه، خو زۀ به هغه چا ته د سپينو زرو دوه سوه سيکې ورکړمه، څوک چې زما د باغ د مېوو خيال ساتينه.
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.
تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
هغۀ ورته ووئيل چې، ”لاړه شه،“ او دؤو مياشتو له يې لرې ولېږله. هغه د خپلو ملګرو سره د غرونو علاقې ته لاړه او ماتم يې وکړو ځکه چې هغه بېاولاده او بېوادۀ مړه کېدله.
کله چې فلستيانو هغه وليدو، نو هغوئ دېرش ځوانان ملګرى ورولېږل چې د هغۀ سره ايسار شى.