12 خو زما د انګورو باغ زما دے چې چا له يې ورکومه، سليمانه، ما له د سپينو زرو زر سيکې مۀ راکوه نه، خو زۀ به هغه چا ته د سپينو زرو دوه سوه سيکې ورکړمه، څوک چې زما د باغ د مېوو خيال ساتينه.
کۀ څوک د اينځر د ونې خيال ساتى نو د هغې مېوه به هم وخورى، او هر هغه څوک چې د خپل نېک خيال ساتى نو هغه به عزتمند شى.
د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده.
ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه، زما څرمنه نمر توره کړې ده. زما وروڼه ما سره وران وونه او په زبردستۍ سره هغوئ په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو. نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو، او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.
لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
د سليمان په بعل هامون کښې د انګورو يو باغ وونه، کوم چې هغۀ ماليانو ته په اجاره ورکړے وونه، هر يو به ورله زر د سپينو زرو سيکې ورکولے نه.
زما محبوبې، تۀ چې په باغ کښې ژوند کوينه، زما دوستان په دې انتظار کښې دينه چې ستا آواز واورينه. خو پرېږده چې زۀ واورمه
د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.
ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.
د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟