11 د سليمان په بعل هامون کښې د انګورو يو باغ وونه، کوم چې هغۀ ماليانو ته په اجاره ورکړے وونه، هر يو به ورله زر د سپينو زرو سيکې ورکولے نه.
هغۀ ساره ته ووئيل، ”زۀ ستا ورور له د سپينو زرو زر سيکې ورکوم، دا د دې دپاره چې تا سره څومره خلق دى چې ټولو ته ثابِته شى چې تۀ بېګناه يې، هر چا ته به معلومه شى چې ستا لمن پاکه ده.“
ما لوئ لوئ کارونه وکړل. ما د ځان دپاره کورونه جوړ کړل او د انګورو باغونه مې وکَرل.
ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه، زما څرمنه نمر توره کړې ده. زما وروڼه ما سره وران وونه او په زبردستۍ سره هغوئ په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو. نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو، او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.
لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
راځه چې سحر وختى پاڅيږونه او د انګورو باغونو ته لاړ شونه چې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينو او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه، هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه.
خو زما د انګورو باغ زما دے چې چا له يې ورکومه، سليمانه، ما له د سپينو زرو زر سيکې مۀ راکوه نه، خو زۀ به هغه چا ته د سپينو زرو دوه سوه سيکې ورکړمه، څوک چې زما د باغ د مېوو خيال ساتينه.
کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وى، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى.
عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.