8 ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمه او کجورو ته به يې لاس وروړمه. ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه، او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه.
ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
د کشمشو سره يې ما ته طاقت راکړلو، او د سيوانو سره يې زۀ تازه کړمه، ځکه د مينې په وجه مړاوې شوې ومه.
اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه. زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.
ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه، او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.
هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم.
د انګورو بوټى اوچ شُو او د اينځرو ونې وچې شوې، د انارو ونې، د کجورو ونې، او د سيوانو ونې او ټولې مېوه دارې ونې وچې شوې دى. او يقيناً د خلقو خوشحالى ورسره ورکه شوې ده.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.