7 ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه، او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.
صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى.
زما جانان د مُر زونډے دېنه، زما په سينه پروت دېنه
زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره حسينه ينه، سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.
ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه، چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.
ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،
اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه، تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.
ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمه او کجورو ته به يې لاس وروړمه. ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه، او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه.
زمونږ يوه وړه خور ده نه، او لا تر اوسه د هغې سينې شوې نۀ دينه. کۀ څوک د هغې غوښتلو له را شينه نو مونږ به څۀ کوُو نه؟
اے هغه ټولو خلقو چې څوک د دې ښار سره مينه کوئ، د يروشلم سره خندا او خوشحالى وکړئ. اے هغه ټولو خلقو چې په دې باندې غمژن وئ، نو اوس ورسره خوشحالۍ وکړئ.
د هغوئ بُتان داسې دى لکه د بادرنګو په پټى کښې چې ګوډاګے د مارغانو د شړلو دپاره ودرولے شوے وى، کوم چې نۀ خبرې کولے شى، او نۀ هغه په خپله ګرځېدے شى، په کار دے چې نور خلق دا اوچت کړى. د هغوئ نه مۀ يرېږه، دوئ تا ته ضرر نۀ شى در رسولے او نۀ څۀ فائده درکولے شى.“
نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.
ترڅو مونږ ټول په ايمان راوړلو کښې يو شُو او د خُدائ پاک زوئ په ښۀ شان وپېژنو، او ايمان کښې بالغان شُو، او د مسيح پوره کاملېدو ته ورسيږو.