Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




غزلې 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه، تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




غزلې 7:6
10 Iomraidhean Croise  

اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“


ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.


زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته خپل ځان پټ کړے دېنه. زۀ ستا مخ ليدل غواړمه، او ستا آواز اورېدل غواړمه. ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه، او ستا مخ ښائسته دېنه.


زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه، د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه، او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.


زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.


زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.


ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه، او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan