5 ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه، ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.
هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“
اے پاکه خُدايه، ستا جلوس هر چا وليدلو، زما د خُدائ پاک او زما د بادشاه جلوس چې مقدس ځائ ته داخلېدو.
د صيون د ښار سره مالِک خُدائ مينه کوى د يعقوب د نورو ښارونو په نسبت ورسره زياته مينه کوى.
چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې او مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، او تۀ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې.
د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه، او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه، او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.
اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره نازنينه ينه. د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
ستا غړۍ دومره ښائسته ده لکه د داؤد د ښار مناره، چې د زرګونو بهادرانو په ډالونو باندې شوې وى سينګاره.
د هغۀ سر د سوچه سرو زرو دېنه، د هغۀ وېښتۀ وَل وَل دينه، او لکه د کارغۀ په شان تور دېنه.
صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.
اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.
حسبون د اموريانو د بادشاه سيحون مرکزى ښار وو، سيحون د موآب پخوانى بادشاه خِلاف جنګ کړے وو او د ارنون سيند پورې د هغۀ ټوله زمکه يې نيولې وه.
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو،
او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى.
او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.
د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ او يا واورې په شان سپين وُو او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان وې.