3 ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،
نفتالى هوسۍ ده چې په آزادۍ سره منډې وهى، او هغه ښُکلى بچى راوړى.
چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې او مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، او تۀ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې.
ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه، چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.
ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه، چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه، او تازه لمبولے شوے وينه. هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه، يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.
ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنه لکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه. ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په شان دينه چې ګېرچاپېره ترې نه د لاله ګلونه راتاو شوى وينه.