11 زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نه او هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه.
تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى، دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.
زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه، تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه. اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه، د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه. دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.
جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه، د لبنان نه ما سره راشه. د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه، د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه، د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.
زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.
راځه چې سحر وختى پاڅيږونه او د انګورو باغونو ته لاړ شونه چې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينو او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه، هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه.