10 زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.
تۀ به ما ته آواز وکړې او زۀ به جواب درکړم، تۀ به د هغه مخلوق ارمان وکړې چې تا پېدا کړى دى.
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.
جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نه او هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه.
”اے بنى آدمه، په يو ګزار سره به زۀ ستا د سترګو تور، ستا ښځه ختمه کړم. خو تۀ مۀ د غم سندرې وايه مۀ ژړا کوه او مۀ اوښکې تويوه.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.