4 زما جانان خپل لاس په ور کښې راوږد کړونه، نو زما زړۀ د هغۀ دپاره په درزېدو شونه.
بيا يوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. او د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو او وې ژړل.
چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دوېمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بېشمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې،
د کومې مور چې زوئ ژوندے وو او زړۀ يې د زوئ د مينې نه ډک وو، نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ماشوم مۀ وژنه او هغې له يې ورکړه.“ خو هغې بلې ښځې ووئيل، ”دا ماشوم مونږ يوې له هم مۀ راکوه او دوه ټوټې يې کړه.“
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه، تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه. اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه، د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه. دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.
په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده.
ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.