غزلې 4:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه، د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه، او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه. Faic an caibideil |
نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“