8 زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه، د لبنان نه ما سره راشه. د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه، د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه، د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.
زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.
مالِکه خُدايه، ما پرېږده چې د اُردن سيند نه پورې وځم او چې هغه زرخېزه زمکه ووينم چې په بل طرف باندې ده او چې د غرونو ښائسته مُلک او د لبنان غرونه ووينم.
بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.